د طالبانو بیا واکمنېدو دویم کال له پوره کېدو سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړېواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.

هغه تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي بندیزونه د ژورې اندېښنې وړ بللي دي.

ګوټریش زیاته کړې، نړېواله ټولنه دې د افغانستان خلک نه هېروي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا اندېښنه په داسې حال کې څرګندوي چې پرون (سه‌شنبه، د زمري ۲۴مه) د طالبانو د بیا واکمنۍ په دوه کلنۍ کېدو سره خلک په تمه وو چې د نجونو پر مخ به د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي خو داسې ونه شول.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم ویلي وو چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض (gender apartheid) په اړه بحث اړین دی.

 

 

 

Views: 25