د روسیې په داغستان سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر  لږ ۳۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د داغستان د روغتیا وزیر وايي، په وژلو شوو کې لږ تر لږه دوه ماشومان هم شامل دي او ۷۵ کسان ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د اګسټ په ۱۵مه د شوې یادې ناڅاپي چاودنې علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

پر ټیلیګرام خپرو شوو ویډیوګانو کې ژوبل کسان په چورلکو کې روغتونونو ته د لېږدولو په حال کې ښودل کېږي.

د روسیې د بېړنیو چارو وزارت ځیني سخت ژوبل کسان په یوه ځانګړې الوتکه کې د دغه هېواد پلازمېنې مسکو ته لېږدولي دي.

د پلټونکو ادارو لومړنیو معلوماتو له مخې، پرون شپه شاوخوا لس بجې د تېلو یوه سټېشن ته نږدې د موټر جوړولو په یوه ورکشاپ کې د یوه ګاډي د ترمیم پر مهال اور ولګېد چې نږدې د تېلو پمپ ته پسې وغځېد او هلته یې چاودنه رامنځته کړه.

 

Views: 32