د پاکستان د پارلمان له منحل کېدو دوه ورځې وروسته رسنیو د دغه هېواد د موقت لومړي وزیر په توګه د انورالحق کاکړ د معرفي کېدو خبر ورکړی دی.

لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان د حکومت د مخالفې ډلې مشر راجا ریاض نن (شنبه) له یوې ځانګړې ناستې وروسته د انورحق کاکړ د ټاکنې په ‌تړاو موافقه وکړه.

انورالحق کاکړ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د بلوچستان عوامي ګوند استازی دی او په خبریالۍ برخه کې یې کار کړی. ټاکل شوې نوموړی ډېر ژر د پاکستان لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.‎

د یادونې ده، دوه ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد پارلمان منحل کړ.

د پاکستان د قانون پر بنسټ، ‎نوې ټاکنې باید د پارلمان له منحلېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې وشي.

 

Views: 25