د تکواندو يو افغان لوبغاړی روح‌الله نیکپا د نیوزیلنډ هېواد د تکواندو ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوى دی.

د افغانستان تکواندو فدراسیون د لوبڅارانو کمېټې مرستیال تمیم هوتک وویل، د تکواندو لوبغاړی روح‌الله نیکپا د نیوزیلنډ د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی دی.

نوموړی وایي، روح‌الله نیکپا اوسمهال په دغه فدراسیون کې کومه دنده نه لري خو مخکې د هېواد د تنکیو ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي و.

د یادونې ده، یاد افغان لوبغاړي په المپیک لوبو کې د افغانستان لپاره دوه مډالونه ګټلي دي.

 

Views: 13