سعودي عربستان نن د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې درېدو په موخه د ۴۰ هېوادونو د استازو په ګډون د نړېوالې غونډې کوربه‌ دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، یاده غونډه به د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسولو په موخه د کلیدي اصولو مسوده جوړه کړي.

د دغه خبر له مخې، دا غونډه نن د سعودي عربستان په جده کې پیل شوې او د نړۍ شاوخوا څلوېښتو هېوادونو لوړپوړي چارواکو په کې ګډون کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډې کې روسیې برخه نه ده اخیستې، خو د کرملین ویاند ډیمیتري پیسکوف پرون ویلي وو، «روسیه به پر دې پوه شي چې کوم اهداف ټاکل شوي او پر څه بحث کېږي.»

هغه ویلي: «د سوله‌ييز جوړجاړي لپاره هره هڅه د مثبتې ارزونې وړ ده.»

دغه راز الجزیزې لیکلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ د دې غونډې رابللو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دغه نوښت به د نړۍ د مشرانو له خوا د یو جوړجاړي لپاره د دوی د حکومت لس ماده‎ییز د سولې فورمول بنسټ وګرځوي.

د راپورونو له مخې، په دغه فرمول کې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی او له هغو سیمو د روسي ځواکونو وتل شامل دي چې مسکو یې د الحاق ادعا کوي.

روسیې د اوکراین د سولې فورمول رد کړی خو ویلي یې دي چې د سعودي غونډه به «په نظر کې وساتي.»

Views: 25