د راپورونو له مخې، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وروسته له هغه چې پر درې کاله بند د محکومېدو حکم یې صادر شو، د دغه هېواد پولیسو له خوا نیول شوی دی.

رویټرز اژانس نن (شنبه) د عمران خان د وکیل انتظار پانجوتا له قوله لیکلي چې هغه په لاهور کې په خپل کور کې نیول شوی او د محکمې د پرېکړې پر وړاندې د عدالت غوښتنه هم شوې ده.

ورته مهال، د لاهور د پولیسو قوماندان بلال صدیق کامیانا د خان نیول کېدل تایید کړي او رویټرز ته یې ویلي چې یاد سیاستوال اسلام‌اباد ته لیږدول کېږي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د دولتي ډالیو د غیرقانوني پلور له امله پر درې کاله بند محکوم شوی دی.

دغه ۷۰ کلن پاکستانی سیاستوال له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د دولت د ډالیو پېر او پلور لپاره له خپلې چوکۍ په ناوړه ګټې اخیستنې تورن شوی چې د یادو ډالیو ارزښت څه باندې ۱۴۰ میلیون پاکستانۍ کلدارو ته رسېده.

 

Views: 17