افغانستان د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو کې ددویم مقام ترلاسه کولو وروسته په نړېواله درجه بندۍ کې ۱۰ درجې پورته تللی دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا د زمري په ۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مرکزي اسیا د فوټسال کپ (کافا) په سیالیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تر نایب اتلولۍ وروسته، دې لوبډلې ځان ته د نړیوالو پام واړاوه او د فوټسال د وروستۍ درجه‌بندۍ له مخې يې په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۰ او په اسیايي هغه کې ۳ درجې مخکې تګ کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په نړۍواله درجه‌بندۍ کې پر ۷۶ او په اسیا کې پر ۱۴ مقام ولاړه ده.

فدراسیون وایي، دا د هېواد د فوټسال په تاریخ کې تر ټولو غوره نړیواله او اسیايي درجه‌بندي بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو کې ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان ته ماتې ورکړه، له تاجکستان سره یې مساوي کړه او له ایران څخه یې ماتې ومنله.

 

 

Views: 35