پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي‌ټي‌اېم» ځيني غړي وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونو یو ځل بیا د دغه غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلې غړی علي وزیر نیولی دی.

د پي‌ټي‌اېم د مشر منظور پښتین یوه ملګري‌ ادریس پښتین پر خپل ټویټر لیکلي چې علي وزیر د ۲۰۲۳ کال د بودجې په تړاو جلسې ته روان و چې له شمالي وزیرستان وتښتول شو.

هغه زياتوي، امنیتي‌ ځواکونو علي وزير د «سپلګې پوځي چوڼۍ» ته لېږدولی دی.‌

په راپور کې راغلي، د پښتون‌ژغورنې غورځنګ غړو له نږدې درېیو اونیو راهیسې د شمالي‌ وزیرستان په ميرانشاه کې د خپلو نیول شوو ملګرو عیدالرحمان، زکیم وزیر او جلال وزیر د نیول کېدو په غبرګون کې پرلت پیل کړی او د منظور پښتین په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ مشران هم په دغه پرلت کې برخه لري.

سرچينه زياتوي، د ياد غورځنګ یوې غړې مونیزه کاکړ د علي‌ وزیر له نیول کېدو څو ساعته مخکې پر خپل ټویټر لیکلي: «د رياستي ادارو له خوا د پي‌ټي‌اېم د مشر منظور پښتین د نیولو لپاره پرله‌پسې هڅې روانې دي چې دا یو ډېر شرموونکی عمل دی.»

په خپله منظور پښتین هم نن (دوشنبه، د غبرګولي ۲۹مه) پر خپل ټویټر لیکلي: «له تېرې ورځې راهیسې پاکستانی فوځ په میرانشاه پرلت د برید کولو هڅې کوي، نن د پرلت کوونکو په شاوخوا ګڼ شمېر پوځیان او د اېف سي ځواکونه راتاو شوي دي.»

هغه ويلي: «یو خبره بېخي واضح ده چې د دغه ریاست او ظالم فوځ د ظلم، جبر او ترهګریزو پالیسیانو خلاف او د خپلواکۍ لپاره به زمونږ مزاحمت جاري وي.»

د راپورونو له مخې، علي وزیر د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په فبرورۍ کې له دوو کلونو او دوو میاشتو زندان وروسته خوشی شو.

هغه د ۲۰۲۰ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې د پېښور پولیسو ونیو او وروسته یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره او له هماغه راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي وو.

 

Views: 7