د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې په ټسټ لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۵۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه پنځه ورځنۍ لوبه د غبرګولي په ۲۴مه، د بنګله‌دېش د مېرپور ښار په نړۍوال لوبغالي کې پیل شوه؛ پچه یې افغانستان وګټله، خو لومړی یې بنګله‌دېش ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

د بنګله‌دېش لوبډلې په لومړۍ ورځ د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۶۹ منډې جوړې کړې او اټکل کېده چې په دویمه ورځ به تر ۵۰۰ ډېرې منډې وکړي، خو د دویمې ورځې پیل د افغانستان لپاره ډېر ښه و.

افغان تېز توپ‌اچوونکو نجات مسعود او یمین احمدزي یواځې په ۲۱ نورو منډو د بنګله‌دېش پاتې پنځه نور لوبغاړي هم وسوځول او دغه‌راز بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې ۳۸٢ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري تېز توپ‌اچوونکي نجات مسعود پنځه، یمین احمدزي دوه، ظاهرخان، امیر حمزه او رحمت‌شاه یو یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ توپ‌وهنه کې خرابه لوبه پیل کړه او تر غرمې وروسته ټوله لوبډله په ۱۴۶ منډو وسوځېدله؛ افسر ځاځي ۳۶ او ناصر جمال ۳۵ منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش لوبډلې په دویمه پاڼۍ توپ‌وهنه کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ۴۲۵ منډې جوړې کړې او خپل اننګز یې پای ته ورسولو او افغانستان ته یې ټول‌ټال د ۶۶۲ منډو هدف ورکړ.

د درېیمې ورځې تر پایه افغانستان ۴۵ منډې جوړې کړې وې، ابراهیم ځدراڼ او عبدالمالک سوځېدلي وو خو نن په څلورمه ورځ له غرمې مخکې بیا افغان لوبډله په ۱۱۵ مجموعي منډو وسوځېدله.

په پاى کې بنګله‌دېش لوبډلې دغه ټسټ لوبه له افغانستان څخه د ۵۴۶ منډو په توپیر وګټله.

 

Views: 13