د راپورونو له مخې، په یونان کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدو له امله شاوخوا ۸۰ کسان مړه او لسګونه نور نادرکه شوي دي.

یوناني چارواکو د کب په ۲۴مه د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، د دغه هېواد په سوېلي ساحل کې د کب‌نیونې یوه کښتۍ چې کډوال یې لېږدول، ډوبه شوې او لږ تر لږه ۷۸ کسان په کې مړه او لسګونه نور نادرکه شوي دي.

د مسوولینو په وینا، د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل شوي او تر اوسه ۱۰۴ کسان ژغورل شوي دي. د یونان ساحلي ساتونکو ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره کسان نادرکه دي.

خو د کډوالۍ نړېوال سازمان ای‌او‌اېم د فرانسې اژانس ای‌اېف‎پي ته ویلي چې په یاده کښتۍ کې شاوخوا ۴۰۰ کسان سپاره وو.

د راپورونو له مخې، د یونان ساحلي ساتونکو شپږ کښتۍ، د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ، یوه پوځي مسافر وړونکې الوتکه، د هوايي ځواک یوه هیلکوپتر، څو شخصي بېړۍ او د اروپايي اتحادیې د سرحدونو ساتنې ادارې (Frontex) یوه بې‌پیلوټه الوتکه د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.

ګومان کېږي چې دغه کښتۍ د لیبیا له ختیځ طبرق ساحې څخه ایټالیا ته روانه وه. د ایټالیا ساحلي ساتونکي د سه شنبې په ورځ یوناني مقاماتو او فرونټکس ته د دې کښتۍ د ور نږدې کیدو په اړه خبرداری ورکړی و.

په دې اړه چې دغه کډوال د کوم هېواد دي، څه نه دي ویل شوي، خو د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې، د نا امنیو او سختو شرایطو له امله د اژه سمندرګي له لارې اروپا ته تلونکي اکثر یې د افغانستان، سوریې او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع دي چې د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

 

Views: 6