په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

سفارت د غبرګولي په ۱۷مه د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په دې اړه د دوی یوه پلاوي یوځل بیا د اسلام اباد له امنیتي مسئولینو سره دغه ستونزه له نږدې مطرح کړه.

سرچینې زیاته کړې، د اسلام اباد د پولیسو له چارواکو سره په نننۍ ناسته کې جوته شوه چې تر دې مهاله نږدې ۲۵۰ افغانان د اسلام اباد د تروریزم ضد ادارې (CTD) او یو شمېر نورو تاڼو له خوا نیول شوي چې په کې ګڼ شمېر د POR ، ACC او پاسپورټ لرونکي هېوادوال هم شامل دي.

د افغانستان سفارت وایي، دوی هڅه کوي د نیول شوي افغانانو برخلیک معلوم او  ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه راز سفارت د پاکستان له حکومت څخه هم غوښتنه کړې ؛ ترڅو د افغان کډوالو د ځورونې او نیولو لړۍ چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه لري، ودروي.

سفارت په یوه بل ټویټ کې ویلي، چې د اسلام اباد او پینډۍ په پنځو مختلفو ساحو کې پولیسو په دې نامه چې ګوندې افغانانو د پاکستان د حکومت پر ضد د تحریک انصاف په لاریونونو کې برخه اخیستې او یا د اوسیدو اسناد نه لري؛ د هغوی د نیولو لړۍ پیل کړې.

سرچینې زیاته کړې، نیول شوي کسان ټول بې ګناه او غریب خلک دي چې د مئ میاشتې د ۹ مې نېټې له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.

Views: 6