د چینای سوپرکینګ لوبډلې د ګجرات لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو (ای‌پي‌اېل) اتلولي وګټله.

ټاکل شوې وه پای‌لوبه وړمه شپه ترسره شي خو د باران له امله وځنډېده او تېره شپه وشوه، د لوبې پچه د چینای لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپاچونې پريکړه وکړه.

د ګجرات لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې چې د لوبې په نیمایي کې یو ځل بیا باران پیل شو او لوبه د څو ساعتونو لپاره وځنډول شوه.

کله چې لوبه بېرته پیل شوه، نو د قوانینو له مخې چینای لوبډلې ته په ۱۵ اورونو کې د ۱۷۵ منډو هدف ورکړل شو چې دغه هدف چینای لوبډلې د وروستي اوور په وروستي بال ترلاسه کړ او د پنځم ځل لپاره یې اتلولي وګټله.

افغان لوبغاړي راشدخان چې د ګجرات په لوبډله کې لوبېده، دا ځل ښه ونه ځلېد، خو بل افغان لوبغاړي نوراحمد بیا دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

راشد خان په دې سیالیو کې ۲۷ لوبغاړي وسوځول.

Views: 8