ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په تهران کې یوې قهوه‌خانې کې د ګازنیونې له امله ۶ افغانان مړه شوي دي.

دغه پېښه د دوشنبې په ورځ سهار د تهران د قرچک ښار په یوه سنتي قهوه‌خانه کې رامنځته شوې ده.

تسنیم خبري اژانس د تهران د روغتیایي مسوولینو له قوله لیکلي چې په یاده پېښه کې د دوو ښځو په ګډون شپږ افغانان مړه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د یوه مړه شوي کس دوه خپلوان د دې پېښې د شوک له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

مسوولینو ویلي چې د یادې پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

د قرچک ښار د ۲۷۰ زره نفوس په لرلو سره د تهران د سویل‌ ختیځ په ۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

تر اوسه د ایران او افغانستان حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 4