د راپورونو له مخې، د کانادا په لویدیځ د کلګري ښار په ځنګلونو کې له اورلګېدنې، په سیمه کې شاوخوا ۲۰ زره کسان د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کاناډا دولت تېره ورځ (سه‌شنبه) بېړنی حالت اعلان کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د یاد هېواد د البرتا ولایت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې ٩٠ پېښې رامنځته شوې او ٢٣ يې له کنټروله وتلې دي.

یادو اورلګېدنو شاوخوا ۲۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په راپور کې راغلي: «د کاناډا په لویدیځ کې د کلګري ښار د سه‌شنبې په ورځ د آب‌وهوا ځانګړی خبرداری ترلاسه کړ چې اوسېدونکو ته یې د هوا ناوړه کیفیت او د لیدو د کمښت خبرداری ورکړ؛ ځکه وچه هوا او متحرک بادونه په نفت تولیدکوونکو سیمو کې د اور خپرېدو خطر ډېروي

د کاناډا هواپېژندنې او چاپيریال ساتنې ادارې په وینا، د سه‌شنبې په ورځ له سخت باد او لږ باران سره د یوې سړې څپې اټکل شوی و چې د اورلګېدنې لامل شوی دی.

Views: 18