د راپورونو له مخې، د پاکستان د سند پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د سما ټلوېزیون راپور له مخې، یاده پېښه د سند پر لویه لار جمشورو ښار ته نږدې د یوه بس، لارۍ او تېلو ټانکر موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د راپور له مخې، دغه ټول مسافر له لارکانا سیمې کراچۍ ته روان وو او د پېښې قربانیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ټپیان هم د حیدراباد جمشورو روغتون ته لېږدول شوي دي.
پاکستان کې دغه ډول پېښې ډېرې رامنځته کېږي.
شپږ ورځې مخکې هم د یاد هېواد سوېل لوېدیځ کې د یوې لارۍ چپه کېدو پېښه کې ۱۳ مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي وو.
Views: 7