د جمهوریت شل کاله- د شهیدانو او معلولینو چارو پخواني وزیر او د کابل پوهنتون له پخواني رئیس حمیدالله فاروقي سره مرکه

فبروري 5, 2024

«د جمهوریت شل کاله» پاډکاسټ لړۍ په دې بحث کې مو  د شهیدانو او معلولینو چارو پخواني وزیر او د کابل پوهنتون له پخواني رئیس پوهنمل حمیدالله فاروقي سره مرکه کړې ده.

له فاروقي سره د جمهوریت په دوره کې د افغانستان د لوړو زده کړو او پوهنتونونو د فعالیتونو، لاسته راوړونو، کیفیت او د دغو بنسټونو په رول غږېدلي یو.

دغه راز  په دې خپرونه کې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ په واټن بحث شوی دی.

د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو د بیا واکمنیدو او دې خورا مهمې دورې په درسونو او عبرتونو د پوهېدو لپاره د بیلابیلو قشرونو له کسانو سره ځانګړې مرکې کوو.

 

Views: 142