د کاناډا په ټورنټو ښار کې د «کلتوري بزم» تر سرلیک لاندې د یوې علمي، تاریخي او فرهنګي غونډې په ترڅ کې، د پښتو ژبې ځوان غزل‌ویونکي او هنرمند شمالي افغان د شهید ګیله‌من وزیر شعرونه په خپل ځانګړي هنري انداز وړاندې کړل.

 

د شمالي افغان دغه هنري اجرا د غونډې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه او د شعر، موسیقۍ، پښتو ادب او فرهنګ د مینه‌والو پام یې ځان ته واړاوه.

 

د «کلتوري بزم» په دې غونډه کې د علمي او تاریخي موضوعاتو ترڅنګ، د پښتو ژبې، ادب، شعر، موسیقۍ او هنر بېلابېلو اړخونو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې وه.

 

دغه پروګرام د کاناډا مېشتو فرهنګپالو، لیکوالانو، شاعرانو، هنرمندانو او د پښتو ژبې او فرهنګ د مینه‌والو په ګډون ترسره شو. یاده علمي، تاریخي او فرهنګي غونډه د احسان کمال او امین قاضي په ګډ نوښت او تنظیم جوړه شوې وه.

 

د «کلتوري بزم» په دې غونډه کې د علمي او تاریخي موضوعاتو ترڅنګ، د پښتو ژبې، ادب، شعر، موسیقۍ او هنر بېلابېلو اړخونو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې وه.

Views: 3