د وېټبي په یوه پارک کې د کثافت‌دانیو د ډکېدو، مات شویو ښیښو او غورځول شویو ستنو راپورونو یو ځل بیا دا غوښتنې تازه کړې چې په عامه ځایونو کې دې د کثافت‌دانیو شمېر ډېر شي؛ ځکه اوسېدونکي وايي په پارکونو او نورو عامه ځایونو کې کثافات په زیاتېدونکې ستونزه بدلېږي.

د چهارشنبې ورځې د وېټبي د ښاروالۍ شورا په غونډه کې، د شورا غړې وېکټوریا بوزینوفسکي (Victoria Bozinovski) وویل، ګرینفیلډ پارک د نږدې اوسېدونکو او کورنیو لپاره په زیاتېدونکې اندېښنه بدل شوی دی.

هغې شورا ته وویل چې اوسېدونکو څو ځلې هغې ته داسې عکسونه لېږلي چې په پارک او د هغه شاوخوا کې د کثافاتو ډېرې انبارې، ماتې ښیښې، غورځول شوې ستنې او نور خطرناک توکي ښيي.

وېکټوریا شورا ته وویل: «ما په خپل ټول ژوند کې دومره کثافات نه وو لیدلي.» هغې زیاته کړه، کله یې چې د پارک دننه او شاوخوا د کثافاتو عکسونه ولیدل، «رښتیا هم حیرانه» شوه.

 

وېکټوریا یو وړاندیز وړاندې کړ چې له مخې یې له کارکوونکو وغوښتل شول څو د پارک د لوبغالي د لرګیو چپس سطحې پر ځای د خوندي ربړي سطحې د جوړېدو امکان وڅېړي او د لګښتونو، مهال‌وېش، ساتنې او ممکنه تمویلي سرچینو په اړه راپور وړاندې کړي. شورا دا وړاندیز په یوه خوله تصویب کړ.

له وصال ټلوېزیون سره مرکه کوونکي اوسېدونکي وايي، ګرینفیلډ پارک په وېټبي کې د یوې پراخې ستونزې څرګندونه کوي. هغوی وايي، د ښار د نفوس له زیاتېدو سره پارکونه او عامه ځایونه تر ډېر فشار لاندې راغلي چې له امله یې کثافت‌دانۍ ډکېږي، کثافات ډېرېږي او د عامه کثافت‌دانیو کمښت محسوسېږي.

د وېټبي اوسېدونکي ارمان افضلي وصال ټلوېزیون ته وویل چې پاک پارکونه د کورنیو لپاره مهم دي.هغه وویل: «کله چې کثافت‌دانۍ ډکې وي یا نږدې کثافت‌دانۍ نه وي، ځینې خلک خپل کثافات کور ته وړي، خو له بده مرغه ځینې نور یې پر ځمکه پرېږدي.»

 

افضلي وايي، د لوبغالو، بس تمځایونو، د پلیو لارو او نورو بوختو عامه ځایونو ترڅنګ د کثافت‌دانیو شمېر باید ډېر شي او د اوړي په میاشتو کې دې کثافت‌دانۍ په لا ډېر تکرار تشې شي.

 

د ټولنې فعال ظاهر وردک وايي، دا ستونزه د اونۍ په پای کې ډېره څرګندېږي؛ ځکه په دغو ورځو کې پارکونه ډېر بوخت وي او کثافت‌دانۍ ژر ډکېږي.

د ټولنې فعال ظاهر وردک وايي، دا ستونزه د اونۍ په پای ورځو کې لا ډېره څرګنده شوې؛ ځکه په دغو ورځو کې پارکونه ډېر بوخت وي او کثافت‌دانۍ ژر ډکېږي. (انځور رالېږل شوی.)

هغه وویل: «چټل چاپېریال او ډکې کثافت‌دانۍ د ماشومانو او کورنیو لپاره مناسب نه دي. خلک غواړي له دې ځایونو خوند واخلي، بې له دې چې د شاوخوا کثافاتو اندېښنه ولري.»

 

وردک د دې ستونزې په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره ټولنیزې رسنۍ هم کارولې او هیله لري چې ښاروالۍ به د پارکونو د پاک ساتلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

د وېټبي ښاروالۍ وايي، دا مهال په پارکونو او د پلیو لارو ترڅنګ تر ۳۵۰ ډېرې کثافت‌دانۍ لري چې شاوخوا ۱۰۰ یې د لوړ ظرفیت لرونکې کمپکټ کوونکې کثافت‌دانۍ دي؛ دا کثافت‌دانۍ د بد بوی د کمولو، د کثافاتو د ډکېدو د مخنیوي او د غیرقانوني کثافاتو د غورځولو د کمولو لپاره جوړې شوې دي.

 

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په بوختو پارکونو کې کثافت‌دانۍ هره ورځ تشېږي، خو په نورو ځایونو کې عموما یوه ورځ وروسته تشېږي. د اوړي په موسم کې د کثافاتو ټولول د ماښام او د اونۍ پای ورځو ته هم غځول کېږي.

 

کارکوونکي همدارنګه پارکونه په منظم ډول څاري، د خلکو شکایتونو ته رسېدنه کوي او ارزوي چې په کومو ځایونو کې اضافي کثافت‌دانیو ته اړتیا ده.

 

ښاروالۍ اوسېدونکي هڅوي چې د کثافاتو ضد پاک‌کارۍ پروګرام له لارې د پارکونو په پاک ساتلو کې مرسته وکړي. دا پروګرام اوسېدونکو، ټولنیزو ډلو او سوداګریزو ادارو ته اجازه ورکوي چې د کثافاتو د راټولولو چارې تنظیم کړي یا یو پارک او یا د پلیو لاره په غاړه واخلي څو عامه ځایونه پاک وساتل شي.

 

ښاروالې الیزابت رای (Elizabeth Roy) له اوسېدونکو وغوښتل چې د کورونو کثافات د پارکونو په کثافت‌دانیو کې وانه چوي او ویې ویل چې دغه کثافت‌دانۍ د هغو خلکو لپاره دي چې پارکونه او د پلیو لارې کاروي.

 

د چاپېریال کارپوهان وايي، کثافات یوازې د بد منظرې سبب نه کېږي. پلاستیکي بوتلونه، د خوړو پوښونه، د سګرېټو پاتې شوني او نور کثافات د باد او باران له لارې د اوبو لښتیو، سیندونو او اونټاریو جهیل ته رسېدای شي، اوبه ککړوي او کبانو، مرغانو او نورو وحشي ژوو ته ګواښ پېښوي.

 

حیوانات ښايي په پلاستیک کې بند پاتې شي یا یې د خوړو په توګه وخوري، په داسې حال کې چې پلاستیک په کوچنیو ذرو بدلېږي چې مایکروپلاستیک بلل کېږي. دغه ذرې د سلګونو کلونو لپاره په چاپېریال کې پاتې کېدای شي او د خوړو زنځیر ته داخلېدای شي.

 

د کاناډا د پارکونو ادارې د معلوماتو له مخې، هر کال تر اته میلیون ټنو ډېر پلاستیک د نړۍ سمندرونو ته داخلیږي، په داسې حال کې چې اونټاریو پارکس ویلي، د لیدونکو له لوري پرېښودل شوي کثافات زیات شوي دي.

 

دغه اداره وايي، کثافات وحشي ژوي راجلبوي، خوندیتوب ته خطرونه جوړوي او طبیعي سیمو ته زیان رسوي؛ له همدې امله له لیدونکو غواړي چې هر وخت د کثافاتو او بیاکارونې کثافت‌دانۍ وکاروي یا که کثافت‌دانۍ ډکې وي، خپل کثافات له ځان سره کور ته یوسي.

 

په عامه ځایونو کې پاتې شوي کثافات کولای شي خاوره او اوبه ککړې کړي، د باراني اوبو سیستمونه بند کړي او وحشي ژوو ته زیان ورسوي.

Views: 21