د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه نن سه‌شنبې اسلام‌اباد ته تللی دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پزشکیان له سفر مخکې ویلي، دی دغه سفر د پاکستان د حکومت د همکاریو له امله د مننې او د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د شوو هوکړو د عملي کېدو په موخه کوي.

د هغه په خبره، په دغه سفر کې به د سوداګریزو، اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او پوځي همکاریو د پراختیا او همدارنګه د سیمه‌ییزې سولې او امنیت د پیاوړتیا په اړه خبرې وشي.

د ایران ولسمشر د ډیپلوماټیکو بهیرونو د ملاتړ او د سیمه‌ییزو کړکېچونو کمولو لپاره د پاکستاني چارواکو د هڅو ستاینه هم کړې ده.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، تمه کېږي چې پزشکیان به د خپل دغه سفر پر مهال له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو همکاریو او د منځني ختیځ د روانو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.

Views: 10