سکینه، هغه ښځه چې د «ګولډ بي‌اېس» په پلټفورم کې د پانګونې لپاره یې خپل کور په ګرو ورکړی او سره زر یې پلورلي، وایي چې د دغه پلټفورم د فعالیت له درېدو سره هغې او یو شمېر نورو هېوادوالو خپلې پانګې له لاسه ورکړې دي. د افغانستان بانک هم ټینګار کوي چې دغه پلټفورم د فعالیت هيڅ رسمي جواز نه درلود.

ګولډ بي‌اېس یو انلاین پلټفورم و چې ادعا یې کوله د سروزرو او ډیجیټلي شتمنیو د راکړې ورکړې له لارې خپلو غړو ته ورځنۍ یا منظمې ګټې برابروي. کاروونکي د غړیتوب لپاره اړ وو چې یوه اندازه پیسې ورکړي او په ډېرو مواردو کې یې د بلنې د سیسټم له لارې نوي غړي هم جذبول.

د پژواک خبریال د کابل ښار له هغو لسو اوسېدونکو سره خبرې کړې چې په دغه پلټفورم کې یې پانګونه کړې وه؛ ځینو یې تازه پانګونه کړې وه او د ځینو د پانګونې له پیله له دوو کلونو ډېر وخت تېر شوی و.

د کابل ښار د دشت برچي سیمې اوسېدونکې سکینې چې د دغه پلټفورم له غړو څخه وه، پژواک ته وویل چې د خپلو ځینو دوستانو په هڅونه یې په دغه پلټفورم کې زر ډالر پانګونه وکړه او وروسته له هغه چې یوه اندازه ګټه یې ترلاسه کړه، وهڅېده څو خپله پانګونه نوره هم زیاته کړي.

هغې وویل: «په دغه پلټفورم کې د پانګونې لپاره مې خپل کور په یو نیم لک افغانۍ ګرو کې کېښود او په هغو پیسو مې څو نور حسابونه هم پرانیستل. ان درې زره ډالره سره زر مې هم وپلورل څو دې سیستم ته لا ډېرې پیسې داخلې کړم؛ خو اوس مې ټوله پانګه له لاسه ورکړې ده.»

هغې زیاته کړه: «ځکه چې تر دې مخکې مې له دغه پلټفورم څخه شاوخوا زر ډالر ترلاسه کړي وو، باور مې درلود چې فعالیت یې رښتینی دی، نو ځکه مې خپله پانګونه زیاته کړه.»

سکینې لا د خپلې پانګونې له زیاتولو وروسته د ډېر عاید ترلاسه کولو فرصت نه و موندلی چې د پلټفورم فعالیت ودرېد او هغې خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړه.

سکینه چې اوس له ښه روغتیايي او رواني وضعیته برخمنه نه ده، وایي: «کله چې پوه شوم شپږ زره ډالر مې له لاسه ورکړي، بې‌هوښه شوم، یوه شپه او ورځ په بستر کې وم او ډاکټرانو راته وویل چې د بې‌هوښۍ پر مهال مې دماغي سکته کړې ده.»

هغې چې اوس یې لاسونه رېږدي او ژبه یې هم سمه نه څرخي، زیاته کړه: «د ګولډ بي‌اېس کور دې وران شي چې زما په څېر یې سلګونه کسان تباه او برباد کړل.»

د کابل ښار د دشت برچي سیمې یو بل اوسېدونکی نجیب‌الله هم د سکینې په څېر د شتمنېدو په هیله په دغه پلټفورم کې پانګونه کړې وه.

هغه وایي: «د ۱۴۰۴ کال د کب میاشت کې مې د لومړي ځل لپاره د دغه پروګرام په اړه واورېدل؛ نږدې دوستانو مې ویل، یو داسې پروګرام شته چې په ۵۰۰ ډالرو فعالېږي او کاروونکي هره ورځ سیګنالونه ترلاسه کوي. هغوی ویل، که څوک تر خپل چتر لاندې نور غړي هم ونه لري، بیا هم کولای شي له یونیم تر دوو میاشتو کې خپله پانګه بېرته ترلاسه کړي.»

د هغه په وینا، په پیل کې یې د دوستانو وړاندیزونه ردول؛ ځکه له ورته پروګرامونو یې ترخې تجربې لرلې، خو بالاخره د کورنۍ د غړو او دوستانو د پرله‌پسې ټینګار او هڅونې سره یې پرېکړه وکړه چې په دغه پلټفورم کې پانګونه وکړي.

نجیب‌الله وایي، نږدې سل زره افغانۍ یې په دغه پلټفورم کې پانګونه کړې وې، خو د فعالیت له درېدو وروسته یې ټوله پانګه له لاسه ورکړه.

د هغه په خبره، د ده ګڼ شمېر خپلوانو، د کاکا، خاله او عمه زامنو او لوڼو یې هم په دغه پلټفورم کې پانګونه کړې وه. هغوی د لږې ګټې له ترلاسه کولو وروسته په پای کې خپلې ټولې پانګې له لاسه ورکړې.

هغه وایي: «ان مور مې ویل چې چمتو ده خپل سره زر وپلوري څو په دغه پروګرام کې پانګونه وکړي.»

نجیب‌الله چې اوس د یاد پلټفورم په اړه پښېمانه دی، وایي: «هغه څه چې تر هر څه ډېر مې ځوروي، د هغو پیسو له لاسه ورکول دي چې په سختۍ او زحمت مې ګټلې وې. هغه پیسې چې له لاسه ولاړې، ښایي بېرته له بلې لارې پیدا شي؛ خو اصلي درد دا دی چې ولې داسې وشول. موږ په کور کې د نگین او حجاب کار کوو او دا پیسې د ټولې کورنۍ د زحمت پایله وه.»

نجیب‌الله په پای کې له خلکو وغوښتل چې پر داسې پروګرامونو باور ونه کړي، څو د ده په څېر برخلیک سره مخ نه شي.

بلخوا، د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري پژواک ته وویل چې «ګولډ بي‌اېس» پلټفورم د دغه بانک هيڅ رسمي جواز نه درلود او د افغانستان بانک له نظره د یوه مجاز مالي بنسټ په توګه نه پېژندل کېږي.

د هغه په خبره، د لوړو او تضمین شوو ګټو ژمنې، د رسمي جواز نشتوالی، د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره د نوو غړو پر جذب تکیه، د روښانه پتې او هویت نشتوالی، د پانګې د ایستلو پر مهال ستونزې او د پروګرامونو د نصب لپاره د ناپېژاندو لینکونو کارول، د مشکوکو او احتمالاً درغلیو پلټفورمونو له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک تل ټینګار کړی چې دا ډول پلټفورمونو ته د فعالیت هيڅ ډول جواز نه ورکوي. د هغه په خبره، دغه بانک د عامه پوهاوي له لارې خلک د غیرمجازو شرکتونو او پلټفورمونو د پانګونې له خطرونو خبروي، د شکایتونو د ترلاسه کېدو په صورت کې له امنیتي بنسټونو سره همکاري کوي او د جواز لرونکو بانکونو او مالي موسسو پر فعالیتونو هم څارنه لري.

نوري وایي، دا ډول پېښې یوازې په افغانستان پورې محدودې نه دي، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې هم رامنځته شوې دي. د بېلګې په توګه، هرمي پانګوالیزې طرحې، جعلي اپلېکېشنونه، له جواز پرته کرېپټو شرکتونه او هغه سیسټمونه چې د ورځنیو او تضمین شوو عوایدو ژمنې ورکوي، یادولی شو.

هغه ټینګار وکړ، که چېرې پیسې غیرقانوني حسابونو یا شبکو ته لېږدول شوې وي، بېرته ترلاسه کول یې ډېر ستونزمن او کله ناکله ناشوني وي؛ ځکه دا ډول شرکتونه تر قانوني څارنې لاندې نه وي او په ډېرو مواردو کې یې شتمنۍ له هېواده بهر لېږدول کېږي یا پټې ساتل کېږي.

د افغانستان بانک ویاند له هېوادوالو وغوښتل چې د «اسانه او چټک عاید» په ژمنو ونه غولېږي او پر هېڅ داسې پلټفورم باور ونه کړي چې د غیرمعمولي او تضمین شوو ګټو ژمنې ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې خلک باید له هر ډول پانګونې مخکې د اړوند پلټفورم د فعالیت د قانوني‌والي او رسمي جواز په اړه ډاډ ترلاسه کړي او د شک په صورت کې د افغانستان بانک یا نورو اړوندو ادارو سره مشوره وکړي.

Views: 1