د راپورونو له مخې، د لبنان په سوېل کې د اسرائیل هوايي بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي؛ هممهاله، د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه خبرداری ورکړی چې که اسرائیل خپل بریدونه ونه دروي، نو «د سخت ځواب» په تمه دې و اوسي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا دارالانشا د روان کال د غبرګولي په ۲۵مه اعلان کړی و چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو مذاکراتو په اړه د هوکړهلیک متن وروستی شوی دی.
یادې ادارې ویلي وو چې د دغه متن له مخې به جګړه او پوځي عملیات د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې، سمدستي او دایمي پای ته ورسېږي او پر ایران لګېدلې سمندري محاصره به هم په بشپړه توګه لرې شي.
په همدې حال کې، رویټرز راپور ورکړی چې د اسرائیل بریدونه پرون (سېشنبه) په لبنان کې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، اسرائیلي بېپیلوټه الوتکو د لبنان په جنوب کې درې نقلیه وسایط په نښه کړي چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپور پر بنسټ، په لومړي برید کې یوې بېپیلوټه الوتکې په میفادون کلي کې یو موټر په نښه کړی چې دوه کسان پکې ووژل شول. وروسته د پېښې په ځای کې پر راټولو شوو خلکو هم برید شوی چې له امله یې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.
خو د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسرائیلو په تېرو دوو ورځو کې د لبنان په جنوب کې ۸۴ ځله اوربند نقض کړی او لا هم د لبنان د خلکو وژلو ته دوام ورکوي.
یادې قرارګاه خبرداری ورکړی چې که اسرائیل د لبنان پر ضد خپل بریدونه ونه دروي، «نو باید د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکمنو وسلهوالو ځواکونو د سخت ځواب په تمه دې وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پرون په یوه غونډه کې ویلي وو: «د صهیونیستي رژیم هر ډول پوځي برید او د لبنان د خاورې د اشغال دوام، زموږ له نظره د تفاهملیک نقض ګڼل کېږي.»
د هغه په خبره، امریکا او اسرائیل د تفاهمنامې په یوه اړخ کې او ایران او حزبالله په بل اړخ کې قرار لري؛ له همدې امله په لبنان کې د جګړې پای ته رسېدل د جګړې او نښتو له بشپړ درېدو جلا نه شي ګڼل کېدای.
Views: 1