د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بندخونو ۷۶۳ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۷۶۳ افغان کډوال خوشي شوي او د ننګرهار د تورخم او کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د یادو کسانو له ډلې ۲۳۰ تنه د تورخم او ۵۳۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله تر بېلابېلو مودو بندیان وو.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغو کسانو تر ثبت وروسته مرستې تر لاسه کړي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

Views: 8