د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د سلطنتي سمندري ځواکونو درې غړي د انګلستان په سوېل لوېدیځ کې د یوې پوځي چورلکې د غورځېدو له امله مړه شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه پرون سهار، چهارشنبه، د دوون سیمې د سورتون کلي ته نږدې د یوه روزنیز تمرین پر مهال رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، د بریتانیا دفاع وزارت د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د درېیو سرتېرو مړینه یې تایید کړې ده. وزارت ویلي چې د قربانیانو له کورنیو او ملګرو سره خواخوږي څرګندوي.

په راپور کې راغلي چې سیمه‌ییز چارواکي او ژغورونکې ډلې له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او د چورلکې د غورځېدو د لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

تر اوسه د قربانیانو د هویت او د پېښې د دقیق لامل په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر هم د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې حکومت د دې پېښې اړوند پرمختګونه له نږدې څاري او نور معلومات به په مناسب وخت کې خپاره شي.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، د چورلکې د غورځېدو سیمه د څو مهمو سمندري اډو، له هغې ډلې د دوونپورټ اډې، ته نږدې ده چې د لوېدیځې اروپا تر ټولو لویه سمندري اډه بلل کېږي.

Views: 1