د مراکش چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په فاس ښار کې د یوې څلور پوړیزې ودانۍ نړېدو له امله لږ تر لږه نهه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه ودانۍ د شپې مهال د ښار په یوه ګڼمېشته سیمه کې نړېدلې ده.
د چارواکو په خبره، د ګاونډیو ودانیو اوسېدونکي هم د نورو ودانیو د احتمالي نړېدو د اندېښنې له امله ایستل شوي او د احتمالي ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.
سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
فاس ښار چې د مراکش له تر ټولو لرغونو ښارونو او د دغه هېواد درېیم ګڼنفوسه ښار بلل کېږي، په وروستیو میاشتو کې د ورته پېښو شاهد پاتې شوی دی. د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هم په دغه ښار کې دوه ودانۍ نړېدلې وې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي وو.
د مراکش د استوګنې چارو وزیر عادیب بن ابراهیم تېر کال ویلي وو چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۸ زره او ۸۰۰ ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
Views: 5