په دې وروستیو کې د افغانانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې بحث یو ځل بیا بېساری تود شوی دی. دا ځل دا بحث هغو سیاستوالو راپارولی چې دغه فرضي کرښه له پاکستان سره رسمي پوله ګڼي او د افغانستان د وروستۍ نیمې پېړۍ ډېرې ناخوالې ورپورې تړي.
خو د دې نظر مخالفین، چې ډېری یې پښتانه دي، دغه کرښه پر خپل وجود تېره شوې بولي او منل یې ورته اسانه نه ښکاري.
تاریخپوه او څېړونکي ډاکټر نبي سهاک، چې پر دې کرښه یې کتاب لیکلی او پراخې څېړنې یې پرې کړې دي، دې مسئلې ته له بل اړخه ګوري. له نوموړي سره مو د دې کرښې پر ریښو، تاریخي ارزښت، د هغه وخت د افغان امیر د لاسلیک پر شتون یا نشتون او د لر او بر افغانانو پر ټینګ دریځ بحث کړی دی.
په دې بحث کې دا پوښتنه هم مطرح شوې چې ایا د لر او بر افغانانو بېرته یوځایوالی ممکن دی که نه؟
Views: 2