پېښور؛ د افغانستان ژمنۍ پلازمېنه څنګه له لاسه ولاړه؟
د ۱۸۳۴ زېږیز کال د مې په ۶مه، پېښور چې د افغانستان ژمنۍ پلازمېنه وه، د تل لپاره د هېواد له وجوده جلا شو. ډېری تاریخپوهان دا ورځ د افغان خاورې د یوې سترې غمیزې او د اوږدو بدبختیو د پیل ټکی بولي چې تر ننه دوام لري.
۱۹۲ کاله وړاندې، هغه مهال چې د احمدشاه بابا د لمسیانو ترمنځ د واک پر سر کورنۍ شخړې زیاتې شوې، د دراني امپراتورۍ زوال پیل شو. په همدې وخت کې د پنجاب واکمن رنجیت سینګ د نوښار، اټک، ملتان او کشمیر په جګړو کې افغانان او پښتانه له ماتې سره مخ کړل او وروسته یې پېښور هم ونیو.
افغانانو دا سیمې په اسانه له لاسه نه دي ورکړې؛ بلکې د بېرته نیولو لپاره یې له سېکانو او وروسته له انګرېزانو سره خونړۍ جګړې وکړې خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدل چې پېښور او نورې له لاسه وتلې سیمې بېرته ترلاسه کړي. وروسته انګرېزان پر دغو سیمو واکمن شول او دا مسئله د افغان-انګرېز درېیو مشهورو جګړو تر پړاوونو ورسېده.
نن د پېښور د لاسه تلو پر تاریخي غمیزه له تاریخپوه ډاکټر سید عالم محسود او د افغان-امریکايي پوهنتون استاد او انتروپولوجیست ډاکټر عمر شریفي سره بحث لرو، ستاسو پام ورته رااړوو.#پېښور #افغانستان #افغان #دراني_امپراتوري #رنجیت_سینګ #پښتانه #پشاور
Views: 5