ځینو کارپوهانو، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د محمد محقق وروستۍ څرګندونې پر سختو ټکو غندلې دي.
محمد محقق ـ چې د پخواني حکومت پر مهال په لوړو دولتي بستونو کې دندې ترسره کړې او نږدې پنځه کاله کېږي له هېواده بهر ژوند کوي ـ په یوه ټلوېزیوني مرکه کې د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي.
هغه د ډیورند کرښې په اړه د افغانستان تاریخي او ملي دریځ یوازې د طالبانو دریځ بللی او ادعا یې کړې چې د دې کرښې هغه غاړه سیمه د پاکستان برخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومتونو او خلکو هیڅکله د ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلې او دا موضوع تل د دولتونو او خلکو ملي دریځ پاتې شوی؛ هغه دریځ چې اوس هم اسلامي امارت او خلک پرې ټینګار کوي.
غبرګونونه
د سیاسي چارو کارپوه قاضي نجیبالله جامع د محقق د څرګندونو په غبرګون کې پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې یو شمېر څېرې، په داسې حال کې چې له افغانیته انکار کوي، غواړي د افغانانو ملي داعیه چې همدا د ډیورنډ فرضي کرښه ده، تر پوښتنې لاندې راولي.
هغه زیاته کړه چې دغو څېرو په تېره نیمه پېړۍ کې تبعیضي او قومي سیاستونه تعقیب کړي او تل یې په افغانستان کې د پردیو پروژې عملي کړې دي.
د هغه په خبره، هغوی ګومان کوي چې په دې ډول څرګندونو سره به یې «باداران» یو ځل بیا په کابل کې واک ته ورسوي.
جامع وویل: «موږ دغو ناوړه څېرو ته وایو، لکه څنګه چې ستاسو باداران د دې خاورې د خلکو د ارادې پر وړاندې مات شول او خپلې هیلې یې له ځان سره یووړې، تاسو به هم د خلکو د ارادې پر وړاندې ماتې وخورئ او دا استعماري او ډیورنډي هیلې به مو خاورې شي. په څرګنده وایو چې د دې سازشي او شیطاني فکرونو پر وړاندې ملت یوموټی ولاړ دی، تاسو له یوې جغرافیې او یوه نسل سره مخ یاست او دا ملت به هيڅکله بیا تاسو او ستاسو بادارانو ته اجازه ور نه کړي چې نظامونه بدل کړي.»
یو شمېر خلکو هم په ټولنیزو رسنیو کې د محقق څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.
خبریال او سیاسي شنونکي سمیع یوسفزي لیکلي چې د ډیورنډ کرښې معامله او برخلیک په افغانانو پورې اړه لري، نه په هغو کسانو پورې چې ځان افغان نه بولي.
هغه لیکلي، د یوې ځمکې په اړه د پرېکړې لپاره باید لومړی د هغې مالک واوسئ، وروسته کولی شئ د هغې د پولو او حدودو په اړه خبرې وکړئ. د هغه په وینا، مالکیت د هر ډول تصرف اساسي شرط دی.
یوسفزي زیاته کړې: «د افغانستان خاوره د افغانانو ده… اصلي مالکان د تصرف واک لري، نه هغه کسان چې له افغانیته انکار کوي او د «موږ افغان نه یو» شعار پورته کوي.»
د پخواني ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي هم لیکلي چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دریځ باید د سیاسي عقلانیت، ګډ فهم او د هېواد د تېر، اوس او راتلونکي د دقیق درک پر بنسټ وټاکل شي، نه د احساساتو له مخې.
د هغه په خبره، هغه سیاستونه چې سیاسي عقلانیت ونه لري، د خلکو ملاتړ نه شي ترلاسه کولی.
یوې بلې فعالې صنم عثماني هم لیکلي چې د ډیورنډ کرښه شخصي موضوع یا د معاملې وړ نه ده، بلکې د ملي حاکمیت او د افغانستان د خلکو له ارادې سره تړاو لري.
د هغې په خبره، هيڅ سیاستوال – که هر ډول مخینه ولري – دا صلاحیت نه لري چې پرته له ملي اجماع او روښانه حقوقي بنسټه دا کرښه د رسمي پولې په توګه ومني.
عثماني زیاته کړې: «دا ډول څرګندونې نه د اعتبار وړ دي او نه هم مسوولانه.»
غلامرضا حسيني لیکلي چې د محقق خبرې ورته د منلو وړ نه دي.
هغه زیاته کړې: «د ډیورنډ کرښه او د افغانستان خاوره زموږ د خلکو لپاره ډېره حساسه او حیاتي موضوع ده. دا خاوره په ډېرو کړاوونو او قربانیو ساتل شوې او په اسانۍ پرېکړه پرې نه شي کېدای او نه هم ترې تېرېدای شو.»
هغې محقق ته په خطاب کې زیاته کړې: «ښه ده د داسې نظرونو پر ځای چې خلک اندېښمنوي، په روښانه او مسوولانه ډول وښیاست چې موخه مو څه ده او پر کوم بنسټ دا نظر لرئ. خلک حق لري پوه شي چې د خپلې خاورې د برخلیک په اړه څه نظر وړاندې کېږي.»
د ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو هم له پژواک سره په خبرو کې د محقق څرګندونې په کلکه غندلې دي.
د هرات یو اوسېدونکی صدیقالله محمود وايي چې د هېواد د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړه د افغانستان د ملت دنده ده، نه د هغو کسانو چې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي. د هغه په خبره، محقق له هغو کسانو دی چې په تېرو لسیزو کې یې هېواد د شخصي ګټو لپاره قرباني کړ.
هغه له خلکو او حکومته وغوښتل چې دا ډول «تفرقه اچوونکي او د دښمن په ګټه کارکوونکي» وغندي او پر وړاندې یې اقدام وکړي؛ ځکه د هغه په خبره، د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان د ټپي وجود نه بېلېدونکې برخه ده او هیڅکله له پاکستان سره د معاملې، بښنې او پلور وړ نه ده.
د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکی حاجي ګلزار بلوچ وایي: «زه د محقق خبرې ردوم، ډیورنډ د افغانستان دی او زموږ د خاورې برخه ده؛ هیڅ حکومت یې رسمیت نه دی پېژندلی. محقق څوک دی چې دا خبرې کوي؟ باید د خپلو خبرو حساب ورکړي.»
د غور یو اوسېدونکی محمدعوض رسولي هم وایي چې د ډیورنډ فرضي کرښه هیڅکله د افغانستان د خلکو له خوا د رسمي پولې په توګه نه ده منل شوې او د ځانګړو کسانو څرګندونې د ملت د تاریخي دریځ استازیتوب نه شي کولی.
Views: 15