په ټورنټو کې د پاکستان پر ضد لاریون؛ ګډونوالو پر پاکستان د نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه

نوومبر 29, 2025

په کاناډا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړو او نورو ټورنټو میشتو افغانانو د ټورنټو په ښار کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. د دې لاریون موخه د PTM فعالانو د بندي کېدو، له پښتونخو څخه د افغانانو د جبري ایستلو او په افغانستان د پاکستاني رژیم د هوايي بریدونو پر ضد د اعتراض غږ پورته کول وو.

ویناوالو د لاریون پر مهال پر کاناډا، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او د سیمې پر اغېزمنو هېوادونو غږ وکړ چې د پاکستان له حکومت څخه حساب وغواړي او د بشري حقونو د نقض په بدل کې پرې عملي او مؤثر بندیزونه ولګوي.

د لاریون بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون په یوټیوب کې وګورئ!

Views: 4