د امریکا محده ایالتونو پر اسرائیل باندې د نږدې درې میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پلور منظور کړی.
د امریکا غږ راپور له مخې، د متحده ایالتونو د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي چې د یادو وسلو د پلور په هکله د واشنګټن پر وخت د جمعې په ماسپښین کانګرس ته احوال ورکړل شوی.
سرچینې لیکلي، اسرائیل ته د دغو وسلو استولو چارې ښایي په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي خو کېدای شي یوه برخه یې په سمدستي توګه اسرائیل ته واستول شي.
دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت اسرائیل ته په سمدستي توګه د وسلو د لېږد اعلان کوي.
Views: 6