د راپورونو له مخې، د سوریې د حلب په منبج ښار کې د چاودنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي او دا پېښه د سوریې په منبج ښار کې د یوه موټربم چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د مدني دفاع سازمان وایي چې په دې پېښه کې ۱۴ سړي او یوه ښځه وژل شوي او ۱۵ ښځې ټپیانې شوې دي.
د مدني دفاع یوه مسوول رويټرز ته ویلي چې قربانیان د کرنې برخې کارګر وو او د تلفاتو ډېرېدو احتمال شتون لري.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې ده، منبج ښار د ترکیې سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
Views: 8