د کاناډا په ټورنټو ښار کې مېشتو افغانانو او د پښتونژغورنې غورځنګ غړو د ایران سرحدي ځواکونو له لوري د لسګونه افغان کډوالو وژل کېدو او په پښتونخوا کې له پښتنو سره د پاکستان د روانو ظلمونو غبرګون کې لاریون وکړ.
څو ورځې مخکې د ایران پولهساتو ځواکونو دغه هېواد ته پر اوښتونکو افغان کډوالو ډزې کړې چې د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۶۰ کسان وژل شوي دي.
د دې پېښې او پښتونخوا کې له پښتنو سره د پاکستاني حکومت ظلمونو غبرګون کې پرون لسګونو افغانانو د کاناډا ټورنټو ښار کې لاریون وکړ او د ایران پر ضد یې شعارونه ورکړل.
هغوی له نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل څو د دغو ناوړه کړنو پر وړاندې اقدام وکړي او ایران د دغه وحشیانه برید ځواب ویلو ته اړ کړي.
دغه راز لاریونکوونکو په پښتونخوا کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري له بشري حقونو پرلهپسې سرغړونې او پر پښتنو د ظلمونو دوام هم وغانده.
ګډونوالو له نړۍوال سازمانونو وغوښتل څو په پښتونخوا کې د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي او د افغانانو او پښتنو پر وړاندې ترسره شوي ظلمونه جدي وڅېړي.
دغه راز، لاریونوالو د پښتنو قومي عدالت جرګې له وروستۍ پرېکړو ملاتړ وښود او ټینګار یې وکړ چې افغانان د خپلو حقونو خونديتوب لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغوی دغه راز په ټینګار سره له اړوندو بنسټونو وغوښتل څو په دې برخو کې لاس په کار شي.
Views: 4