ځايي سرچينې وايي چې د خوست په غلام‌خان بندر کې د تېرې شپې نښتې له امله يو موټر چلوونکی وژل شوی دی.

مسوولين وايي، نښته تېر ماښام شپږ بجې هغه وخت د پاکستاني لوري له خوا پيل شوه چې افغان ځواکونو ورسره له يو موټرچلوونکي سره د شوي ناوړه چلند په اړه لفظي شخړه وکړه.

د غلام‌خان کمیسار بهايي‌جان بلال وويل، لومړۍ نښتې ۱۵ دقيقې دوام وکړ، خو وايي چې د شپې اته بجې يو وار بيا د پاکستاني لوري له خوا نښته پيل شوه چې د شپې تر دوو بجو پورې یې دوام درلود.

هغه وويل، په یاده نښته کې د دواړو لورو له خوا درنې وسلې هم کارېدلې.

نوموړي د مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته یې کړه چې د نښتې له امله دغه لار د سوداګريزو توکو د لېږ رالېږد پر مخ تړلې ده.

بلخوا، ځايي اوسېدونکي بيا وايي چې د تېرې شپې د افغان او پاکستانو ځواکونو د نښتې له امله يو موټرچلوونکی وژل شوی دی.

د عابد په نوم يوه ‎ځايي اوسېدونکي وويل چې د تېرې شپې نښتې له امله له سيمې څخه سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.

د خوست ولايت مقام مسوولينو يوازې د نښتې پخلی کړی، خو نور جزیيات يې نه دي ورکړي.

Views: 9