ټرمپ او تعزیرات؛ افغانستان باید د بګرام اډې په بدل کې د تعزیراتو د فلټر حیثیت ترلاسه کړي

سید محمداعظم
اگست 13, 2024

په امریکا کې د انتخاباتي مبارزاتو پر مهال یو له تر ټولو مهمو رواجونو دا دی چې کاندیدان هغه موضوعات رابرسېره کوي او بحث ورباندې کوي، کوم چې دوی غواړي د ټاکنو له ګټلو وروسته ورته رسېدنه وکړي؛ څو چې یوه موضوع او هدف ورته ‎فوق‌العاده اهمیت او ارزښت ونه‌ لري، خصوصاً پر بیا بیا تکرار د هغه یادونه نه ‌کوي.

د سږ کال ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ کاندید او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه څو وارې د بګرام هوایي ډګر پر اهمیت غږېدلی او دې اډې ته لاسرسی یې د امریکا له ملي امنیت سره تړلی ګڼلی دی. هغه دا هم ویلي چې بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې چین ته د دې اډې د نږدېوالي له کبله امریکا ته ارزښت لري.

په نړیوالو چارو، خصوصاً د امریکا د ملي امنیت په موضوعاتو کې ټولې نړۍ ته معلومه ده چې جمهوري غوښتونکي په عمومي توګه، ټرمپ په ځانګړې توګه پرېکنده دریځ لري؛ موږ نه پوهېږو چې د طالبانو اسلامي تحریک تر اوسه له امریکانو سره د امنیتي تړون په اړه مذاکرات کړي او یا نه، یا دا چې که په راتلونکي کې د امریکا له خوا په رسمي توګه له طالبانو غوښتنه وشي چې د امریکا امنیتي متخصصینو ته اجازه ورکړل شي څو د بګرام له اډې څخه د امریکا متحده ایالاتو د امنیتي ګټو د تأمین لپاره کار واخلي، د دوی غبرګون به څه وي، د مؤقتې ادارې غبرګون چې هر ډول وي، د بګرام د سوق‌الجیشي اهمیت په اړه د جمهوري غوښتونکو، په تېره بیا د ټرمپ پر لیدلوري او فیصله کوم اثر نه ‌لري.

دا چې طالبان به د امریکایانو غوښتنه په مطلق توګه رد کړي او یا له امریکایانو سره موافقې ته ونه رسېږي، په هغه صورت کې به د امریکا غبرګون څه وي، په دې لیکنه کې بحث پرې نه ‌کوو، که څه هم هر یو له دغو موضوعاتو په بالقوه توګه د طالبانو د نظام، افغانستان او ټولې سیمې لپاره لوړ اغېز لرونکي عواقب لري.

موږ پر دې هم بحث نه کوو چې د بګرام د ورکولو مقابل کې د افغانستان له لوري د راکړې په لېست کې به کومې غوښتنې شاملې وي؛ حدس دا دی چې طبعاً مؤقته اداره به له امریکا د خپل نظام پر رسمیت پېژندنې ترڅنګ د افغانستان د پوځ د پیاوړتیا، خصوصاً د هوایي ځواک او د دفاع جوړونه او پیاوړتیا، همداراز په نورو سیاسي، امنیتي، علمي، ټکنالوجیکي او اقتصادي برخو کې د امریکا د دوامداره همکارۍ او مرستې غوښتنه ولري. په عمومي توګه افغانستان باید د امریکا په مشرۍ د نړیوال اقتصادي – امنیتي جوړښت، د هغه د ساتنې او استمرار او له هغه د زېږېدلو ګټو ذینفع او د منافعو شریک او ونډه‌وال په توګه وپېژندل شي.

د افغانستان د تېرو شلو کلونو او نن ورځې حالت تر یو حده په تېره پېړۍ کې د ایران هېواد له حالت سره د پرتلې وړ دی؛ په دواړو نړیوالو جګړو کې د ایران خاوره د غربي او متحدینو قواوو له خوا وکارول شوه، د نړیوالې لومړۍ جګړې په پای کې د ایران دولت د جنګ له ګټلو وروسته د خپل سهم غوښتونکی شو؛ هېره مو نه وي چې په دې جګړه کې عثماني امپراطوري او دغه راز جرمني هېواد ماتې وخوړه، د غربي هېوادونو جواب ایران ته نه ویل و؛ ځکه ایران د کوم تړون له مخې په جګړه کې برخه نه وه اخیستې، خو له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته غربي هېوادونو په تېره امریکا تر ډېره حده ایران ته په ښه سترګه وکتل، همدا سبب شو چې ایران په ډېر لنډ وخت کې بې‌ساري او رویایي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتې پرمختګونه وکړل.

موږ خپل وړاندیز یوازې له هغې سناریو سره محدود او مشروط وړاندې کوو چې امریکایي لوری په رسمي توګه په افغانستان کې د خپل ملي امنیت د تأمین په پار د امنیتي سټېشنونو جوړېدو غوښتنه وکړي او افغان لوری هم د افغانستان د ملي امنیت او رفاه په هدف د امریکا غوښتنې ته مثبت جواب ورکړي.

که افغان لوری موافقه وکړي بې له شکه د امریکا امنیتي سټېشنونو جوړېدنه د چین ترڅنګ د سیمې نورو هېوادونو د ژورو اندېښنو او غبرګونونو سبب هم ګرځي. په دې لیکنه کې امریکایي او افغان اړخونو ته وړاندیز کېږي چې د چین په ګډون د سیمې هېوادونو د مشروع او پر واقعیتونو ولاړو اندېښنو کمولو مواد او ضمایم دې حتماً په خپلمنځي تړونونو او موافقتنامو کې شامل کړي. وړاندیز کېږي چې د همدغو ضمایمو او موادو په ترکیب کې افغانستان ته دې د امریکا، ملګرو ملتونو امنیت شورا او همدا راز د اروپایي ټولنې له خوا پر هېوادونو او دولتونو د لګول شوو تعزیراتو د فلټر هېواد حیثیت ورکړل شي؛ په دې معنې که هر بهرنی هېواد د افغانستان له قلمروه په استفادې له درېیم، څلورم او نورو هېوادونو سره تجارت، ترانزیټ او بل هر ډول اقتصادي راکړه ورکړه ترسره کوي، د ټولو مخکې یادو شوو تعزیراتو معاف او مستثنا محسوب شي.

تعزیرات د نړۍوالو سترو قوتونو، په تېره بیا د نړۍ د یوازېني زبرځواک امریکا، د بهرنۍ پالیسۍ د پر مخ وړلو یوه مهمه وسیله ده، که دا وسیله پر بهرنیو هېوادونو، دولتونو او سازمانونو د فشار د الې په توګه کارېدای شي، دغه راز کېدای شي چې د خپلو متحدینو او همکارو هېوادونو، دولتونو او سازمانونو لپاره د امتیاز جوړونې په توګه هم وکارول شي.

د تعزیراتو د تطهیر وړتیا به نه یوازې پر وچه پورې له تړلي افغانستان سره مرسته وکړي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې پر مرکز او پل تبدیل شي، بلکې د هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د امریکا له احتمالي امنیتي شتونه په بالقوه توګه ګواښل کېږي، د اندېښنو کمولو لپاره به هم اغېزناکه وسیله وګرځي.

ډېر هغه هېوادونه چې د امریکا له امنیتي شتون سره ستونزې لري، دغه راز د امریکا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او یا هم اروپایي ټولنې د تعزیراتو لاندې هم واقع شوي دي، په اصل کې افغانستان ته د یوه داسې امتیاز قایلېدل، په سیمه کې د ګواښ شوو هېوادونو د سیاسي – امنیتي تبې او لوړ فشار کمولو او ټیټولو د مؤثرې وسیلې په توګه ښه کارېدای شي.

له بل پلوه، د افغانستان له امنیت سره هم مرسته کوي او په دغه هېواد کې د همدغو ګواښ شوو هېوادونو د بالقوه تخریبي فعالیتونو په مخنیوي کې لوړ اغېز درلودلای شي؛ ځکه همدغه هېوادونه، دولتونه، او سازمانونه به د افغانستان په امنیت، اقتصاد او ثبات کې ذینفع کړای شي. د مثال په توګه، له کلونو را په دېخوا د ایران دولت او هېواد د امریکا له خوا د وضع شوو تعزیراتو له کبله له بې‌شمېره ستونزو او کړاوونو سره مخ دي، که دوی دغه چانس پیدا کړي چې د افغانستان له لارې د پایپ‌لاینونو په وسیله خپل تېل او ګاز چین ته ولېږدوي، دوی بیا د خپلو ګټو په پار په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه نه ترسره کوي او د امریکا د امنیتي سټېشنونو پر وړاندې به هم له ډېر زغم او حوصلې کار اخلي.

دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.

Views: 51

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi