د راپورونو لهمخې، د ایران په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز برید د دوو ایراني سرتېرو او څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
ایرنا خبري اژانس د ایران د پولیسو د ویاند سردار سعید منتظرالمهدي په حواله راپور ورکړی چې نن (شنبي) سهار ۷:۰۰ بجې څلور کسان په زاهدان ښار کې د پولیسو دغه مرکز ته د مرستې غوښتلو په پلمه ورغلي چې د لومړۍ دروازې ساتونکی یې وژلی او مرکز ته دننه شوي وو.
د هغه په خبره، له څو ساعته نښتې وروسته بریدګر وژل شوي او جکړه پای ته رسېدلې ده.
نوموړي څرګنده کړه چې له بریدګرو څلور میله وسلې، ۷ لاسي بمونه او د ځانمرګو څو کمربندونه ترلاسه شوي دي.
منتظرالمهدي څرګنده کړې چې د یادې پېښې څرنګوالي په تړاو پلټنې روانې دي.
په ورته مهال، د ایران د زاهدان ښار د مکي جومات ملا امام مولوي عبدالمحید دغه برید غندلی او د خلکو د ارامتیا غوښتنه یې کړې ده.
د یادونې ده، د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
Views: 24