نیاګارا فالز د نړۍ له مشهورو ابشارونو دي چې د کاناډا او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په نیاګارا سیند کې موقعیت لري او د نړۍ یو له خورا مشهور د لیدو وړ ځایونو ګڼل کېږي. دغه ځای د ځمکې یو له زړه راښکونکي طبیعي ښکلاوو دی چې هر کال له ټولې نړۍ په میلیونونو کسان یې لیدو ته ورځي.
د نیاګارا فالز په ځانګړي ډول ورسته له بارانه د اوبو ترکیب پر مهال او پسرلي او اوړي کې یوه ښکلی او په زړه پورې منظره جوړوي چې د هر ګرځندوی لپاره یې لیدل یوه ځانګړې تجربه ده.
د ابشارونو دغه ټولګه د کاناډا ټورنټو سویل او سویل ختیځ ته په ۱۲۱ کیلومترۍ او د بوفالو د شمال او شمال لویدیځ په ۲۷ کیلومترۍ کې د دوو ښارونو نیاګارا فالز (اونټاریو) او د نیاګارا فالز (نیویارک) ترمنځ موقعیت لري.
ویل کېږي چې دغه ابشار ۱۲ زره کاله مخینه لري چې د ویسکانسن یخونو لړۍ په پای کې د یخچالونو ماتېدو په پایله کې رامنځته شوی دی.
د اوبو دغه لوی او کوچني ابشارونه د اسب نعل ابشار، امریکایی ابشار او نقاب عروس ابشار څخه عبارت دي.
د اسب نعل د اوبو ابشار چې د کاناډايي ابشار په نوم هم یادیږي، د نیاګارا د اوبو ابشارونو له ډلې ترټولو لوی او لوړ ابشار دی چې ډېره برخه یې په کاناډا کې موقعیت لري. د نیاګارا سیند څه باندې ۹۰ سلنه اوبه له جهت بدلولو وروسته د نعل اسبي ابشار له لارې د برېښنا د تولید تر دوو فابریکو تریږي او پاتې لس سلنه نورې اوبه د نیاګارا د دوو ابشارونو له لارې له لوړې ارتفاع رابهیږي.
امریکایي ابشار بیا په بشپړ ډول په امریکا کې موقعیت لري او د نیویارک ایالت یوه برخه ګڼل کېږي. د دغه ابشار پلنوالی شاوخوا ۲۵۰ متره او لوړوالی یې په مختلفو برخو کې توپیر لري چې په لږ لوړوالی یې ۲۱ متره او ډېر لوړوالي یې ۳۴ متره دی.
خو نقاب عروس یا تور عروس د نیاګارا ابشارونو تر ټولو کوچنۍ ابشار دی او د امریکا په څنډه یا هماغه نیویارک ایالت کې موقعیت لري. د دغه ابشار اوږدوالی چې مخکې د لونا او ایریس په نوم هم پېژندل کېده، شاوخوا ۲۴ متره دی. د نقاب عروس ابشار د تالوس په نوم مشهورو ډبرو سره لګیږي او وروسته سیند ته بهېږي.
د نیاګارا ابشار د دغه زړه راښکونکې ښکلا له امله د طبیعت د جواهرو تاج په نوم هم مشهور دی. دا ابشارونه د نړۍ د ابشارونو د اوبو ترمنځ ترټولو تیز جریان لري.
نیاګارا ابشار ته د اوړي په درېیو میاشتو کې تر ټولو ډېر شمېر سیلانیان ورځي؛ ځکه په دغه وخت کې هوا ښه وي او ابشار ډیرې اوبه لري.
په اوبو کې د ګرځېدو لپاره کښتۍ سیلانیانو دا امکان ورکوي څو د ابشار له نږدې نقطو او په زړه پورې منظرو لیدنه وکړي. دا کښتۍ لیدونکي د ابشار تل ته نږدې ښکته کوي او میلیونونه څاڅکي اوبه چې له لوړې اتفاع پر غونډیو څاڅي، هغوی ته نږدې کېږي.
د نیاګارا ستر او په زړه راښکونکي ابشارونه د ورځې او شپې په هر ساعت کې د لیدلو وړ دي. کله چې لمر لویږي، ابشارونه د رنګارنګ او په زړه پورې رڼاوو سره روښانه کېږي. سور، سپین، ابي او د کاناډا او امریکا د بیرغونو بڼه غوره کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د دود ښکارندويي کوي.
د نیاګارا ابشار نه یوازې د کاناډا او امریکا لپاره یوه طبیعي او اقتصادي یوه سرچینه ده، بلکې د یادو دواړو ملتونو ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ ښکارندويي هم کوي. دغه ابشارونه له کلونو راهیسې د تاریخي، فرهنګي او هنري پېښو شاهدان دي چې د ګرځندویانو او سیلانیانو په یاد پاتې دي. د نیاګارا ابشار هر سیلاني ته یوه ځانګړې او زړه راښکونکې تجربه ده.
یاد ابشارونه په خپل قدرت، ښکلا او جذابیت سره، لاهم د ډیری کسانو زړونه جلبوي او د نړۍ یو له په زړه پورې او د لیدو وړ ځایونو شمېرل کېږي.
Views: 19