دا مراسم چې د روان کال د اپریل میاشتي پر څلورمه نېټه د ټورنټو ښار د نارت یارک پر سېمه کې د حلالو خواړو په یو رستورانت کې نیول شوي وو، تر ۱۲۰ زیاتو کسانو په کې ګډون کړی وو. د دې مراسمو د ګډونوالو لویه برخه ټورنټو مېشتي مسلمانان وو او د هغه تر څنګ د نورو ادیانو پیروانو هم په کې ګډون کړی وو او د مسلمانانو سره یې یو ځای یې روژه ماتی وکړ.
د ووډ ګرین اداري مرستیال سټیف، له وصال ټلوېزیون سره د خبرو پر مهال د دې مراسمو موخه د کاناډا له کلتوري تنوع سره د نوو راغلوو کډوالو بلدیتا او کاناډا ته د کډوالۍ په تړاو یو له بله سره د هغوۍ د تجربو، بریاوي او خنډونو شریکول وبلل.
د دې مراسمو په لمړۍ برخه کې ګډونوالو د خپلي کډوالۍ تجربي، بریاوي او خنډونه شریک کړل. د ماښام له اذان سره سم د ویناوو برخه پای ته ورسېده او ګډونوالو پر یو ځای د زغم او ورورګلوۍ په فضا کې روژه ماتی وکړ.
Views: 29