د کاناډا په ټورنټو ښار کې د ووډ ګرین ادارې (WoodGreen Community Services) په کوربه توب د ګڼو بنسټونو له لوري د ټولنې د هوساینې تر نامه لاندي د نویو راغلیو کډوالو لپاره د مرستي او ملاتړ په موخه د فبروري په ۲۹ نېټه غونډه جوړه شوه.
دا مراسم چې د ووډ ګرین ادارې یې کوربه توب کاوه، تر ۲۵ ډېرو هغو بنسټونو په کې برخه اخیستي وه، چې د نویو راغلو کډوالو د مرستي او ملاتړ په موخه د ټورنټو په ښار کې فعالیت کوي.
د ووډګرین غیر انتفاعي اداره د ټورنټو په ښار کې د ۸۶ کالو څخه را په دې خوا نوو راغلو کډوالو ته د دندې او کور موندنې، ځانګړی روزنیز پروګرامونه، د ژبې لوړولو برنامې، د ماشومانو، ځوانانو، میرمنو، لویانو او معلولینو لپاره تعلیمی برنامې لري.
د دې مراسمو په لړ کې تر ۵۰۰ ډېرو نوو راغلو کډوالو ته د کډوالۍ برخي د مختلفو بنسټونو له لوري معلومات وړاندي شول او د نویو کډوالو لپاره د زده کړو، کار موندنې، روغتیا، حقوقي برخي، مالیاتي دوسیو او نورو ستونزو د حل په برخه کې عملي مرسته وشوه.
د ووډ ګرین اداره د ټورنټو پر مختلفو سیمو کې د نوو راغلو کډوالو د بیا ځای پر ځای کېدو او ادغام په برخه کې کار کوي. دا بنسټ د پښتو او دري په ګډون پر مختلفو ژبو خپلو مراجعینو ته خدمتونه وړاندي کوي. د همدې بنسټ د استازي په خبره چې دوۍی د نویو راغلو افغانانو لپاره هم پر مختلفو برخو کې ګټوري برنامي لري.
د ووډ ګرین ادارې د کډوالو او استوګنې برخې مشر ډاکټر محمد یعقوب هوتک وصال ټلوېزیون ته وویل د دې مراسمو موخه د ټورنټو په ښار کې د مختلفو هغو بنسټونو تر منځ همغږي کول دي چې د نویو راغلو کډوالو د مرستي او ملاتړ په برخه کې کار کوي.
هغه زیاته کړه چې دا ډول غونډې د همدې بنسټونو له خدمتونو څخه دلته د مېشتو نویو راغلو کډوالو د خبراوی او د هغوۍ رواني ملاتړ لپاره ګټورې دي.
په دې مراسمو کې د ۲۵ بنسټونو له لوري د نږدي ۵۳۰ نویو راغلو کډوالو ته معلومات وړاندي شول، د ځینو کډوالو د کارموندنې، کورني ډاکټر د موندنې او نورو برخو ستونزي همدلته ځای پر ځای حل شوي؛ پر همدې سربېره یې د نوو راغلو کډوالو لپاره تفریحي بڼه هم درلوده او د ماښامنۍ تابیا هم په کې شوې وه.
Views: 21