په ۲۰۲۵ فدرالي ټاکنو کې، کاناډا میشتو افغانانو نه یوازې رایې ورکړې، بلکې د مدني مشارکت، مسؤلیت او هویت ژور پیغام یې هم ورسوه. د ټاکنو پایلې ښيي چې لیبرال ګوند د ۳۴۳ ټاکنیزو حوزو له ډلې په ۱۶۹حوزو کې بریالی دی او اقلیتي حکومت جوړوي.
له اجکس، پیکرېنګ، ټورنټو، مسیساګا او نورو ګڼمېشتو ښارونو څخه افغانانو په بیساري توګه ګډون وکړ، خپلې رایې یې وکارولې او له وصال ټلویزیون سره یې خپلې تجربې شریکې کړې.
دا ویډیو د هغو خلکو غږ دی چې وايي:
- موږ دلته ژوند کوو، کار کوو، مالیه ورکوو – نو باید د تصمیم نیولو برخه هم ووسو.
- موږ د ښځو، مهاجرو او ټولنیز عدالت ملاتړو ته رایه ورکړه.
- موږ دا رایه د بدلون لپاره ورکوو.
- موږ هم د کاناډا د ډیموکراسۍ برخه یو!
Views: 5