نړۍوال بانک وايي، که څه هم د افغانستان اقتصاد ورو ورو د رغېدو په حال کې دی، خو د بېوزلۍ، مالي فشارونو، د خوړو نه خوندیتوب او سوداګرۍ د کسر ډېرېدو له امله لا هم میلیونونه افغانان تر سختو اقتصادي شرایطو لاندې ژوند کوي.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې یوازې دوه میلیارده ډالره یې صادرات وو، پاتې ۱۱ میلیارده واردات دي چې دا خپله د وارداتو د ډېروالي ښکارندويي کوي.
کارپوهان وايي، د وارداتو د ډېرېدو عمده عوامل د وچکالۍ له امله د خوراکي توکو اړتیا، د کورني تولید کمښت او د مصرفي موادو پراخ بازار دی.
نړۍوال بانک خبرداری ورکوي چې بېوزلي، د بهرنیو مرستو کمښت، د کار نشتوالی او د خلکو د پېر ځواک کمزوری کېدل د اقتصاد د رغېدو مخه نیسي. د دې ترڅنګ له پاکستان او ایرانه د شاوخوا یو میلیون افغان کډوالو بېرته راستنېدو اقتصادي فشارونه لا پسې زیات کړي دي.
د دغو ننګونو او ارقامو د ژور تحلیل لپاره مو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت له پخواني مرستیال او د نړۍوالو سوداګریزو اړیکو له متخصص مزمل شینواري سره ځانګړې مرکه کړې ده چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 3