په افغانستان کې د ملي هویت، ملت، ملي روایت او دولت جوړونې په اړه نن سبا له منفي اړخه ډېرې تبصرې کېږي، خو په افغانستان کې د ډېرو په باور پیاوړی ملت او ملي یووالی موجود دی چې د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې یې بېلګې نړۍ ته ښودلې دي.
ملي هویت یې افغان دی او د نړۍ په هره برخه کې پر دغه ملي هویت (National Identity) پېژندل کېږي.
دغه موضوعات له بده مرغه یو شمېر مشخصې کړۍ په قومي چوکاټ کې مطرح کوي او هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې ملي مسایلو او ارزښتونو ته قومي لوری او رنګ ورکړي.
د افغانستان ملي هویت، ملي سمبولونه، ملي اتلان، ملي روایت او تاریخي جغرافیه له پېړیو پېړیو راهیسې مشترک ارزښتونه دي خو ځیني وخت بیا یو شمېر ډلو او کسانو متنازع فیه کړي دي؛ داسې ښکاري چې ټولنیزو رسنیو د دغه نفاق په خپراوي کې پراخ رول لوبولی او د افغانستان په لوستي قشر کې یې پر دغو مسایلو بحثونه تاوده کړي دي.
پر همدې موضوع مو د افغانستان د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال او څېړونکي ډاکټر ابراهیم شینواري سره مرکه کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 6