افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له کمساري زیاتېدونکي فشار سره مخ دی چې له امله یې له لس کلنۍ پورته په میلیونونه نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو د تلو اجازه نه لري او سلګونه زره نورې له کاره راګرځول شوې دي؛ دغه حالت په هېواد کې د نهیلۍ یوه لویه څپه خپره کړې او په میلیونونه افغانان د خپل ټاټوبي پرېښودو ته اړ شوي دي.
له اوسني حاکمیته د خلکو هیله په شلېدو او د لومړنیو بشري حقونو ترلاسه کولو هیلې مړاوې کېدونکې بلل کېږي؛ سره له دې چې واکمن طالبان دغه موضوع برعکس تفسیروي، خو ښکاري چې په دې تړاو د نړۍوالې ټولنې ډیپلوماسۍ هم نتیجه نه ده ورکړې او د افغانستان په تړاو نړۍوال سیاست کې هم د رڼا کوم څرک نه تر سترګو کېږي.
دا چې ولې په افغانستان کې بشري حقونه ثبات نه مومي او د هر رژیم په بدلون سره له پراخې بېثباتۍ سره مخ کېږي، په تېر شل کلن جمهوریت کې چې نړۍوال ملاتړ هم موجود و، ولې یې ونه شو کړای د بشري حقونو اړتیا ته د خلکو پام ور واړوي او لا هم د بشري حقونو موضوع غربي پدیده بلل کېږي؟ د دې او ورته نورو مسایلو په اړه مو د «ثبات خپرونه» کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پخوانۍ کمېشنرې او د اوتاوا پوهنتون له استادې شبنم صالحي سره خبرې کړې چې پام مو ورته رااړوو.
Views: 4