مفتي منیر شاکر څوک و؟
مفتي منیر شاکر نه یوازې یو دیني عالم، بلکې د پښتون قوم د شعور، عزت، او بیدارۍ یو زړور غږ و. هغه و وتلی عالم، مفکر، او مبلغ و، خو یوازې د دین یو ښوونکی نه، بلکې د خپل ولس د عزت، بقا، او ویښتابه یو دردمن رهبر هم و.
مفتي شاکر د قرآن کریم له ایاتونو څخه استناد کاوه او د منطق پر بنسټ یې د خلکو ذهنونه روښانه کول. هغه د ممبر، غونډو او عامه مجلسونو له لارې د خرافاتو، جعلي روایتونو او د دیني تحریفونو پر ضد جهاد کاوه. د ده د ویناوو جرئت د ډېرو علماوو له وسه پورته و، خو هغه هیڅکله له خپل دریځه نه واوښت.
مفتي شاکر د پښتون قوم د ویښتابه او بیدارۍ لپاره د قومي وحدت، شعور، او ازادۍ غږ پورته کاوه. هغه به ویل: ❝ زه د دې خاورې بچی یم! زه د خپل قوم د بچیانو لپاره ژوند کوم! زه غواړم زما قوم پوه شي، راویښ شي! ❞
هغه د خیبر جرګې غړی و او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د مبارزې قوي حامي و. هغه د پښتنو د ازادۍ او حق غوښتنې غږ ته مشروعیت ورکاوه، ظلم ته یې نه تسلیمېده او د عدالت او برابري لپاره یې تل مبارزه کوله.
مفتي شاکر د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې وویل چې ده ته د مرګ اخطارونه ورکول کېږي، خو هغه به د حق، دین، او قوم لپاره هیڅکله چوپ نشي. هغه د خپل شهادت وړاندوینه کړې وه، خو د خپلې مبارزې نه یې شاتګ ونه کړ.
په ۱۵ مارچ ۲۰۲۵ د پېښور میره کچوړۍ جومات ته د لمونځ لپاره روان و، چې د جومات په دروازه کې پرې بمي چاودنه وشوه. هغه لومړی سخت ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
مفتي منیر شاکر خپل ژوند د لاسه ورکړ، خو د هغه حقغږ به تل ژوندی وي او د هغه مبارزه، فکر، او ویښتابه د پښتنو نسلونو لپاره د لارې مشال وي.
دا ویډیو د مفتي منیر شاکر د ژوند، افکارو او د هغه د حقغږ په اړه ده. که تاسو د ده مبارزه او قرباني ته درناوی لرئ، نو دا معلومات له نورو سره شریک کړئ.
Views: 4