ډيموکراسي (ولسواکي) چې د نړۍوال نظم او ثبات یو مهم اړخ دی، اوس په نړۍ کې د حکومتي نظامونو تر ټولو موثر سیستم بلل کېږي.
د نړۍ ډېرو ځواکمنو هېوادونو خپل ثبات په ډیموکراسۍ کې تعریف کړی او د ډیموکراتیکو اصولو له مخې یې ملتونه له خپلو حکومتونو سره يوځای د ثبات د لا ټینګښت لپاره کار کوي.
یو شمېر هېوادونه لا هم ډيموکراسۍ ته زړه نه ښه کوي او فکر کوي چې واکمني به يې له بېثباتۍ سره مخ کړي.
افغانستان هم دوه ځله ډیموکراسي تجربه کړه چې د ځینو په باور په دغه هېواد کې یې واکمن نظامونه له کاواکه کېدو سره مخ کړل او دغهراز ملت هم د ياد مروج سیستم د ناوړه کارېدو له امله لا پسې متفرق او لار ورکی شو.
د «ثبات» په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع د افغان امریکايي پوهنتون او یوټا پوهنتون له پخواني استاد عبدالقیوم مومند سره بحث کړی دی.
د استاد مومند په خبره ډیموکراسي هیڅکله د بېثباتۍ لامل نه کېږي او افغانستان هیڅوخت رښتینې ډیموکراسي نه ده تجربه کړې.
Views: 5