کاناډا کې درغلۍ ورځ تر بلې په ډېرېدو دي؛ دغه درغلۍ څو ډوله دي چې انلاین، د هویت غلا، ټیلېفوني زنګونه، د سوشل میډیا هېک کول، د جعلي مهاجرت وړاندیزونه او جعلي سوداګریزې ویبپاڼې یادولای شو.
دا چې انلاین غله څرنګه پېژندل کېږي، د هویت غلا څه ده، ټولنیزې رسنۍ څه ډول هېک کېږي، د جعلي مهاجرت استازي څرنګه خلک غولوي او له مالي درغلیو ځان څرنګه وژغورو؟ دغو ټولو پوښتنو ته د وصال ټلوېزیون په دې معلوماتي خپرونه کې ځوابونه ویل شوي دي.
د دې لپاره چې ځان او شتمني مو خوندي وي، خپل شخصي معلومات مه شریکوئ، له مشکوکو لېنکونو او ایمېلونو ځان وساتئ، د تایید دوه مرحلې (2FA) فعاله کړئ، له رسمي سرچینو معلومات واخلئ او شکمن فعالیتونه راپور کړئ.
Views: 7