په دې وروستیو کې په رسنیو کې داسې اوازې او خبرونه خپاره شول چې ګواکې سویس غواړي په دغه هېواد کې مېشت پښتانه افغانان ډیپورټ کړي خو د سویس د پارلمان غړی پروفیسور جاوېد سنګدل وايي چې د دغه هېواد د کډوالو له ادارې سره د افغانانو مسایل په منظم ډول تعقیبوي او زیاتوي چې هیڅکله به کوم افغان د قومیت پر اساس ډیپورټ نه شي.
د سنګدل په خبره چې دغه ډول اوازې خپرول د یو شمېر متعصبو کړیو کار دی.
دا چې اوس په سویس کې د افغانانو وضعیت څرنګه دی او دغه ډول مسایل د هغوی پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟ په دې اړه مو له پروفیسور جاوېد سنګدل سنګدل سره بحث کړی دي.
نوموړی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سویس پر فعالې سیاسي استازولی هم غږېدلی او بهرمېشتو افغانانو ته یې یو لړ سپارښتنې هم کړې دي.
Views: 4