د ټورنټو ژوبڼ، د کاناډا په اونټاریو کې موقعیت لري، دا په دغه هېواد کې تر ټولو لوی ژوبڼ دی چې ۲۸۷ هکتاره مساحت لري.
د ټورنټو ژوبڼ په ۱۹۷۴ میلادي کال کې د ریورډیل ژوبڼ پر ځای چې د ۱۹مې پېړۍ دودیز ژوبڼ و تاسیس شوی دی.
دغه راز دغه ژوبڼ پر اوو ژوګرافیک (وحشي جغرافیه) سیمو وېشل شوی: هند- مالیا، افریقا، امریکا، ټونډرا ټریک، اسټرالیا، یوریشیا او کاناډا. ځیني حیوانات په کې دننه په تالابونو او ځیني بهر د هغوی طبیعي چاپېریال ته پام ځای پر ځای شوي او په ډېرو بڼو کې لیدل کېږي.
«د ټورنټو ژوبڼ کې څه باندې ۵۰۰۰ بېلابېل ډول حیوانات دي، ان له تر ټولو کوچني میږي نیولې بیا تر سامسون پورې؛ د اوبو اسپ چې ۴۵۰۰ پونډه وزن لري، په دغه ځای کې د بېلابېل ډول حیواناتو شتون بېخي هیښوونکی او جالب دی.»
همدارنګه د ټورنټو ژوبڼ د ماشومانو لپاره هم بېله برخه لري، د واټرسایډ تیاتر او سپلاش ټاپو دا د نړۍ په هر ژوبڼ کې د نندارې لپاره د څارویو د طبقهبندي له اړخه متنوع ټولګې لري.
یاد ژوبڼ د طبیعي نړۍ ښکلاوو لیدلو لپاره یو ښه ځای دی؛ له دغه ژوبڼ څخه هر کال نږدې ۱،۳ میلیون خلک لیدنه کوي، د ژوو نندارې لپاره لس کیلومتره پلی مزل لري او په هرو څو ګامونو کې یو نوی څه لیدلی شئ.»
په یاد ژوبڼ کې یوازې ژوي یا حیواناتو نه دي، بلکې نورې تحقیقاتي او ساینسي برخې هم لري، لکه د حیواناتو ساتنې، نسلګیرۍ او نورې چې د چاپېریال او د ژوو نسلونو له ورک کېدو مخینوي کې اغېزناکې دي.
دا چې د ټورنټو ژوبڼ کې مو ورځ نور پای ته رسېږي، هڅو کوو د خپلې کامرې پر مټ تاسو ته د طبیعي نړۍ حیرانوونکې منظرې او حیوانات در وښیو او په دې اړه بېلابېل معلومات درکړو.
Views: 16