د ایران د رېلپټلۍ د ادارې رییس جبارعلي ذاکري د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې په لیدنه کې ویلي، ایران غواړي د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ شبکه پراخه کړي، څو له دې لارې له چین او د افغانستان له ستراتیژیک موقعیته په استفادې له اروپا سره ونښلي.
په دې ناسته کې دواړو لورو د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې، څو له اړوندو شرکتونو سره خبرې وکړي او د پروژې عملي کار ژر تر ژره پیل شي.
واخان دهلیز له چین سره د افغانستان د نښلولو یو له مهمو لارو څخه دی، چې د ترانزیټي کوریډور په توګه یې فعالېدل کولای شي په سیمه کې بنسټیز اقتصادي او ستراتیژیک بدلونونه رامنځته کړي.
په نننۍ خپرونه کې به د واخان پر جیوسترېټیژیک او جیوایکانومیک ارزښت بحث وشي، د دې لارې د عملي کېدو امکانات وڅېړل شي او د پاکستان د «سیپیک» (CPEC) له پروژې سره یې پرتله وشي.
د دې خپرونې مېلمه په پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیبالله عليخېل دی. نوموړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرحدي چارو پخوانی رئیس پاتې شوی او دوه ځله یې د افغان پلاوي په مشرۍ د افغانستان او چین ترمنځ د سرحدي نښو د بیا تثبیت په مذاکراتو کې ګډون کړی دی. هغه د واخان کوریډور ګډه پوله او شاوخوا سیمې له نږدې لیدلې دي.
بشپړه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب وګورئ!
Views: 4