په نننۍ “غاټول” خپرونه کې د ښځو چارو وزارت پخوانۍ معینه، سپوږمۍ وردګ، مېلمه کړې ده.
سپوږمۍ وردګ یوه پېژندل شوې څېره ده، چې نه یوازې د دولتي دندې له لارې یې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کړی، بلکې د شاعرې او لیکوالې په توګه یې هم خپل پیغام ټولنې ته رسولی دی.
هغې د خپل ژوند ډېره برخه د افغان ښځو د حقونو، تعلیم او فرهنګي پرمختګ لپاره وقف کړې ده.
په دې ځانګړې خپرونه کې مو ورسره د هغې د شخصي او مسلکي ژوند په اړه تفصیلي خبرې کړې دي، چې په کې یې د خپلې شاعرۍ الهام، د ښځو د مبارزې تجربې او له سیاست سره تړلي یادونه یې هم شريکې کړي دي.
د غاټول خپرونو په دود، سپوږمۍ وردګ موږ ته د خپلې خوښې خواړه هم چمتو کړي، چې د دې ادبي او فکري ناستې خوند یې لا ډېر کړی دی.
دغه ځانګړې مرکې ته د لیدو لپاره، د وصال تلویزیون یوټیوب چینل ته ورشئ، او له سپوږمۍ وردګ سره د ژوند، شعر او مبارزې یو الهام بښونکی سفر تعقیب کړئ.
Views: 5