له استادۍ او نصاب جوړونې تر انلاین کاروبار؛ د شفیق تصمیم کیسه
په «نړۍ کې د افغانانو کاروبارونه» خپرونه کې دا ځل د کاناډا د تورنټو ښار مېشت د علم، ادب او سوداګرۍ شخصیت، محمد شفیق تصمیم ژوند ته سر ورښکاره کوو؛ یو افغان کډوال، چې له استادۍ، څېړنې او نصاب جوړونې تر انلاین کاروباره، د بریا یوه الهامبخښونکې بېلګه ده.
تصمیم د ټولنیزو علومو، ژبو او ادبیاتو یو تجربهلرونکی څېړونکی او استاد پاتې شوی، او له کډوالۍ وروسته یې په کاناډا کې د ژوند د جوړښت لپاره ساختماني کار، تکسي، او برقي خدمتونه هم تر سره کړي دي.
نوموړی له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان دننه انلاین کاروبار پیل کړی و، چې اوسمهالیې په تورنټو کې د کورني لوښو درې فعالې نمایندهګۍ لري. پلان لري چې ۷ نورې نمایندهګۍ هم پرانیزي او د خپلې سوداګرۍ دا لړۍ نوره هم وغځوي.
شفیق تصمیم وایي: “زما هدف د علم، ارزښتونو او کاروباري بریا له لارې، د افغان ټولنې لپاره یو روښانه او باثباته راتلونکی جوړول دي.”
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل وګورئ.
Views: 8