د وصال ټلويزیون د «وطن خاطرې» په دغه خپرونه کې مو محمدسلام نورستانی – چې مخکې یې د افغانستان په هوایي ځواک کې دنده ترسره کړې او اوسمهال په کاناډا کې خپل شخصي کاروبار لري – ځانګړی مېلمه دی.
په دې خپرونه کې مو له نورستاني سره وطني بنډار کړی، د نورستان ولایت پر دود او کلتور ورسره غږېدلي یو او د وطن خواږه یادونه مو ورسره تازه کړي دي.
نوموړي په دغه خپرونه کې د خپلې کډوالۍ د ژوند خوږې ترخې خاطرې هم بیان کړې دي.
بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوتیوب چینل کتلای شئ.
Views: 8